د طالبانو د دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو مشر ډاکټر محمد طاهر احرار وايي چې د عامې روغتیا د سکتور په ګډون افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم د ګاونډیانو له لوري فلج شوی دی.
دغه طالب چارواکي د شمشاد په نوم کابل کې فعالې یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې ګاونډیان په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان له بې وسۍ د سیاسي الې په توګه استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان په ځینو مهمو برخو کې د ګاونډیانو له لوري مفلوج پاتې شوی دی، پاکستان کله لاره خلاصه او کله یې بنده کړي چې له کبله یې زموږ ډیری هېوادوال چې په کور دننه یې درمنله ناشوني وي له ننګونو سره مخ وي او دا د دوی لپاره یوه لویه سیاسي حربه ده».
دغه طالب چارواکي همدا راز ویلي هڅه کیږي چې افغانستان تر راتلونکي یوه کاله د عامې روغتیا په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړي او ځان بسیاینې ته نږدې شي. هم مهاله د افغانستان د روغتیایي سېسټم اړوند د ګڼو ننګوونو او ستونزو راپورونه هم ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوالو سازمان په ګډون یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو ویلي چې د افغانستان روغتیایي سکتور اوس د محدودو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي مرستو په کمېدو سره د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. د راپورونو له مخې، د دغو مرستو د کموالي له کبله د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې هم کموالی راغلی دی.