یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ځینو مسولینو پرون په کابل کې ښار کې لږ تر لږه په دوو مسجدونو کې د جمعې ورځې د خطبې پر مهال خلکو ته سپارښتنه کړې چې له خپلو ښځو او د کورنیو له نور ښځینه غړو دې ځیرک موبایلونه راټول کړي.
سرچینه وايي دغو طالب چارواکو په غیر مسقیم او تلویحې ډول دا خبره کړې چې ګواګې له ښځو سره ځیرک موبایل د فساد لامل ګرځي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکی بیا د طالبانو دا ډول څرګندونې افغان مېرمنو ته څرګند سپکاوی بولي.
د کابل ښار اوسېدونکې شبانه (مستعار نوم) وايي طالبان دې له ښځو د ځیرک موبایلونو د راټولو پرځای پر خپلو کړنو فکر وکړي. هغې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زموږ په کور کې درې ځیرک موبایلونه دي چې زه او خویندې مې کاروو، موږ پهکې انلاین زده کړه او د ژوند نور مهم کارونه چې له موبایل پرته نه شي کیدای ترسره کوو، دا ډول څرګندونې پتمنو افغان میرمنو ته لوی سپکاوی دی».
دا په داسې حال کې چې د تیرې سپټمبر میاشتې په څوارلسمه نېټه هم په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبینو په جوماتونو کې ملا امامانو ته لارښوونه کړې وه، چې په خپلو سیمو کې دې مېرمنې د ځیرک مبایل له کارولو منعه کړي.