اسراييلي رسنیو نن شبنه د (تلې ۱۲مه) ویلي، د دغه هېواد سیاسي مشرانو پوځ ته امر کړی، چې د غزې د نیولو عملیات ودروي. دا امر داسې مهال کېږي، چې ټرمپ د اسراییل نه د بریدونو درولو غوښتنه وکړه. اوربند، د زندانیانو خوشي کېدل او جګړې پای ته رسول د ټرمپ د سولې د پلان عمده برخې دي.
د اسراييل د پوځي راډيو په وینا، د دوی عسکرو ته امر شوی، چې نظامي عملیات ډېر محدود کړي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي. د خبر له مخې، دا پرېکړه د شپې ناوخته د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر دوه اړخیزو خبرو وروسته وشوه.
د کاننومي اسراييلي خبري شبکې په وینا، تمه ده، چې د ټرمپ د پلان په اړه ډېر ژر خبرې پيل شي.