عبدالکبیر: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات باید تکرار نه‌شي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د جماعت اسلامي له یوه پلاوي سره د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) په کتنه کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پر وړاندې یې پوځي اقدامات د اندېښنې وړ وبلل او ټينګار یې وکړ: «دغه ډول کړنې باید تکرار نه‌شي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، عبدالکبیر په دغې کتنه کې په تېرو څو لسیزو کې له افغانانو سره د پاکستان د ولس له مرستو مننه وکړه، خو له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پر وړاندې یې پوځي اقدامات د اندیښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه: «دغه ډول کړنې باید تکرار نه‌شي.»

د پاکستان د جماعت اسلامي پلاوي د افغان او پاکستاني علماوو نږدې اړیکې یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه: «د طالبانو او اسلام اباد تر منځ د شته ستونزو د حل په موخه باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.»

په یاده خبرپاڼه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د شته ستونزو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو اصلي سرچینه د «تحریک طالبان پاکستان» ډله ده او پاکستان ادعا لري، چې دغه ډله په افغانستان کې ده او هلته پر پاکستان بریدونه طرحه کوي، خو طالبان بیا وايي، دغه مساله د پاکستان کورنۍ مساله ده او په افغان خاوره کې یې د یادې ډلې حضور رد کړی دی.

عبدالکبیر بیا وویل، طالبان تل د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او ډيپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي او زیاته یې کړه: «د طالبانو د همکارۍ لمن پراخه ده او د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.»

نوموړي همداراز د سیمي حالاتو ته په کتو په ډاګه وویل، کابل او اسلام اباد باید په سوله کې ژوند وکړي او همداراز یې ادعا وکړه، چې «د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې تودې وې او ان د طالبانو د حاکمیت په لومړیو ورځو کې د پاکستان د وخت د استخباراتو یا ای‌اېس‌ای ریيس فیض حمید هم په کابل کې ګرځېده، خو له څه مودې راهیسې اړیکې ترینګلي شوي او ان د دواړو لوریو ترمنځ څو ځلي وسله والې نښتې هم شوي او پاکستان بیا د افغانستان پر ختیځو ولایتونو یو شمېر هوايي بریدونه هم کړي دي.

نور خبرونه

رادیو