طالبانو په کندوز کې ۱۸ کسان د «قمار او نشه يي توکو د پېر او پلور» په تور نیولي دي

۳ ساعتونه مخکې

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۱۸ کسان یې د «قمار او نشه يي توکو د پېر او پلور» په تور نیولي دي. د دوی په خبره، له یاد شمېر کسانو څخه د قمار یو شمېر وسایل، پیسې او یوه اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له‌مخې، تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۷ کسان د قمار پر مهال نیول شوي او یوه اندازه پیسې او د قمار وسایل هم ترې ترلاسه شوي دي.

د دغې قومندانۍ په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۱ کسان له کندوز ښار او یو شمېر ولسوالیو د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي دي.

له دغو کسانو ۴۶۷ ګرامه شیشه، ۱۵۵۱ګرامه چرس او ۷۳ټابلېټ کا هم ترلاسه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو