په جرمني کې «د افغانستان لوی ملي چتر» په هېواد کې د ولسواکۍ اصولو پر رعایت ټینګار وکړ

۳ ساعتونه مخکې

په تبعید کې «د افغانستان لوی ملي چتر» په نوم یوه اېتلاف د شنبې په ورځ د جرمني په «دتمولد» ښار کې په افغانستان کې د سولې او ولسواکۍ لپاره د بین‌الافغاني خبرو اترو تر سرلیک لاندې په کنفرانس کې په هېواد کې د ولسواکۍ بنسټیزو اصولو پر رعایت ټينګار وکړ.

په دغه کنفرانس کې ویناوالو په هېواد کې د تل پاتې سولې، د ټولنیز عدالت د بنسټیزو اصولو، د ملي یووالي، د راتلونکي سیاسي جوړښت او د اوسنیو فرصتونو او ننګونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د ښځو او ځوانانو په ګډون یو شمېر سیاسي، ملي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون درلود.

د افغانستان لوی ملي چتر د اعلامیې له‌مخې، دغه اېتلاف همداراز له ټولو ملي، ټولنیزو او فرهنګپالو وغوښتل چې په هېواد کې د عادلانه سولې، تل پاتې ولسواکۍ او ټولنیز عدالت په لاره کې سره همغږې شي.

د افغانستان لوی ملي چتر یو داسې اېتلاف دی، چې له ۳۰څخه زیاتو (سیاسي ګوندونو، ټولنیزو شوراګانو او مدني بنسټونو) څخه جوړ دی او د سولې، ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د یو ګډ ملي دریځ د رامنځته کولو په موخه په جرمني کې جوړ شوی دی.

دغه اېتلاف په داسې حال کې په افغانستان کې د ولسواکۍ اصولو چې بنسټیز اصل یې ټاکنې دي، پر رعایتېدو ټینګار لري، چې په هېواد کې طالبان دغه اصول نه مني او یو ځلې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي وو، چې د دوی په حاکمیت کې ټاکنې ناشونې دي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو او ورسره د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې ټول ګوندونه او ورته بنسټونه لغوه اعلان کړل او ورسره جوخت له هېواد څخه بهر یو ځل بیا د ګوندونو، شوراګانو او ورته اېتلافونو د جوړېدو لړۍ زور واخیست، په داسې حال کې چې په کور دننه هېڅ استازی هم نه لري.

نور خبرونه

رادیو