د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې په ښوونځیو کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منع کړي دي. طالبانو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته امر کړی، چې دې ورځې پورې اړوند د هر ډول پروګرامونو او مراسمو له ترسره کولو ډډه وکړي.
په مکتوب کې لیکل شوي: «تر هر عنوان لاندې له زده کونکو او ښوونکو څخه د پیسو راټولول منع دي. که چیرې ولیدل شي، مسوولیت یې د ښوونځیو د مدیرانو او چارواکو په غاړه دی.»
دا مکتوب د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست عمومي رییس حبیب الله په لاسلیک د ولایت ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته لېږل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ (د اکټوبر ۵مه) د ښوونکو نړۍواله ورځ ده.
طالبانو په داسې حال کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منع کړي چې دوی د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو دروازې تړلې او له پوهنتونونو یې هم منع کړي دي.
هر کال د اکټوبر پنځمه نېټه د ښوونکي د ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، خو له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، لسګونه زره ښځینه ښوونکې له دندو اېستل شوې او په کورونو کې ناستې دي.