پنځو پوځي یونیفورم لرونکو کسانو په ننګرهار کې یو کس وژلی

۳ ساعتونه مخکې

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، پر نظامي یونیفورم ملبس ۵ وسله‌والو تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په سپین راغه سیمه کې یوه کور ته اوښتي او د کور د څښتن له وژلو وروسته یې له دغه کوره سره زر، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي غلا کړي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغه کسان د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او له دوی څخه له غلا کړیو یوه اندازه پیسې، یو چرییز ټوپک او نور توکي ترلاسه شوي دي.

ویل کېږي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو هم اعتراف کړی دی.

حماد په دې اړه چې دغه نیول شوي وسله وال کسان چې نظامي یونیفورم یې پر ځان و، طالبان و او که څنګه، څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو