طالبانو په پنجشیر کې له زده کوونکو د «دوحې تړون» په نوم ازموینه واخیسته

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دا ازموینه د ابشار ولسوالۍ په کچه له ۲۰۰ زده‌کوونکو څخه اخیستل شوې او پایلې یې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) نېټه اعلان شوي او د دې ریاست په وینا، هدف یې د ځوانانو د اسلامي پوهې او تفکر لوړول و.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ازموینه د طالبانو د استخباراتو له اړوندې خپرندویه ادارې «المرصاد» سره په ګډه همکارۍ اخیستل شوې او لسو غوره زده‌کوونکو ته جایزې ورکړل شوي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د «دوحې تړون» کتاب څه ډول منځپانګه لري.

د یادونې ده چې د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۱۰مه نېټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ لاسلیک شوی و. د دې تړون له مخې د امریکا په مشرۍنړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د جمهوریت پخوانی حکومت د طالبانو لاس ته ولوېد.

د دوحې تړون د پنځمې کلیزې په مناسبت د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دا تړون یوازې د یوه پړاو لپاره و، اوس د دوی لپاره لپاره اعتبار نه لري.

هغه ویلي، اوس د طالبانو واکمني ټینګه شوې او دوی نور د دوحې تړون پر بنسټ نه، بلکې د خپل نظام د اصولو له مخې عمل کوي.

نور خبرونه

رادیو