د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د بندي خبریال مهدي انصاري پر ضد تخریبي کمپاین پای ته ورسوي او هغه بېله قید و شرطه خوشې کړي. دې سازمان خبرداری ورکړی، چې د طالبانو عدلي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د منتقدینو د ځپلو او خبریالانو د خاموشه کولو لپاره یوه وسیله ګرځیدلې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو اړوند پاڼو د مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه، چې وايي هغه د «رژیم پروړاندې د تبلیغاتو» په تور نیول شوی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې دا خبریال له یوې ناعدلانه محاکمې وروسته زنداني شوی دی.
د سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د خپل سري نیونو، زنداني کولو، جبري تري تم کولو او د فشار لاندې د اعتراف اخیستو له لارې مخالف غږونه، لکه خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او د بشري حقونو مدافعین خامه کوي.»
دغه سازمان همداراز غوښتنه کړې، چې مهدی انصاري ته باید د مناسبې درملنې، مدافع وکیل او له خپلې کورنۍ سره د منظم ملاقات حق ورکړل شي.
دوی ټینګار کړی، چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپل مسلکي کار له امله زنداني نه شي.
د طالبانو استخباراتو تېر کال د تلې په میاشت کې دغه خبریال په کابل کې نیولی و او وروسته یې هغه ته د یو نیم کال بند سزا ورکړه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د مهدي انصاري د «جبري اعتراف» خپرول غندلي او دا یې د عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې او د یاد خبریال د حقونو سرغړونه بللې ده.