د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په غزه کې د سولې په تړاو د امریکا د ولسمشر په طرحه کې له پرمختګه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، «موږ [په غزه کې] د اوربند، د برمته شویو د ازادېدو او له خنډ او ځنډ پرته اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په برخو کې د نړۍوالو غوښتنو یوه برخه و.»
نوموړي په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پرته له دې چې له اسراییل څخه وغواړي چې له یادې طرحې موافقت وکړي له حماس څخه غوښتي، «له دغې طرحې سره موافقت وکړي، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له ځنډ پرته ټول پاتې برمته شوي کسان ازاد کړي.»
اسراییل د حماس له لوري د ټرمپ د طرحې له منل کېدو د څو ساعتونو په تېرېدو سره لا هم په دې اړه خپل دریځ نه په ډاګه کړی.
د استرالیا لومړي وزیر ژمنه کړې، چې له خپلو شریکانو سره به په ګډه په غزه کې د جګړې د پایته رسېدو او په عادلانه توګه د دوو دولتونو د رامنځته کېدو په موخه له روانو هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.