رجب طیب اردوغان: اسراییل باید سمدستي پر غزې خپل بریدونه ودروي

۳ ساعتونه مخکې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې په تړاو د حماس له لوري د امریکا د وړاندیز شوې طرحې منل د سولې لپاره رغوونکی او مهم ګام وباله او په ډاګه یې کړه، «اسراییل باید سمدستي خپلې ټولې حملې بندې کړي او د اوربند له پلان سره سم عمل وکړي.»

اردوغان پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، د غزې په تړاو ټولې اړینې چارې باید له ځنډ پرته عملي شي، څو ورسره بشري مرستې غزې ته ورسول شي او دایمي سوله ټينګه شي.

هغه پر غزې د اسراییل بمباریو او له امله یې اوښتې ګڼې مرګ ژوبلې ته په اشارې سره ویلي، «دا نسل‌وژنه، دا شرموونکې انځور چې د نړۍ وجدان یې ټپي کړی، باید همدا اوس پای ته ورسیږي.»

د نوموړي په وینا، ترکیه به په خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه وکړي څو روانې خبرې اترې د فلسطیني ولس لپاره ګټورې پایلې ولري او د دوه دولتونو حل لاره، چې د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ څخه هم برخمنه ده، عملي شي.

نور خبرونه

رادیو