ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې د هغو هیوادونو څخه مننه وکړه، چې د غزې د سولې د طرحې په وړاندې کولو کې یې ورسره همکاري کړې، چې په کې قطر، ترکیه، سعودي عربستان، مصر، اردن شامل دي.
هغه وویل، موږ په منځني ختيځ کې د سولې ترلاسه کولو ته ډېر نږدې شوي یو.
ټرمپ وویل: «ډېرو کسانو ډېره سخته مبارزه وکړه. نن یوه لویه ورځ ده. وګورو چې بالاخره دا به څنګه پر مخ ځي. موږ باید وروستی تصمیم پیاوړی او روښانه کړو.»
ټرمپ دغه د سولې هوکړه له ډېرو اړخونو بې ساري وبلله او ویې ویل: «ټول یو غږ و او ټولو دا غوښتل، چې دا جګړه پای ته ورسېږي او سوله په منځني ختیځ کې راشي. موږ اوس ډېر نږدې شوي یو چې دا موخه تر لاسه کړو.»
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې له ټولو اړخونو سره به عادلانه چلند وشي.