د بریټانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر د حماس لهخوا د ټرمپ د سولې طرحې منل «مخ پر وړاندې ګام» وباله او په غزه کې یې له ټولو ښکېلو خواو وغوښتل چې منل شوې هوکړه ژر تر ژره عملي کړي. هغه وویل، «په پرېکنده توګه د ټرمپ له هڅو ملاتړ کوم. دغو هڅو موږ تر بل هر وخته سولې ته نږدې کړي یو.»
د بریټانیا لومړي وزیر همداراز ټينګار کړی، هېواد یې له نورو شریکانو سره چمتو دی چې په دې برخه کې له نورو مذاکراتو هم ملاتړ وکړي او د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره د تل پاتې سولې په موخه ګامونه پورته کړي.
استارمر په خپله اېکس پاڼه ولیکل، «اوس داسې فرصت رامنځته شوی چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، برمته شوي کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې هغو کسانو ته ورسول شي چې ورته ډېره اړتیا لري.»