د فلسطین د خپلواک حکومت مشر محمود عباس اعلان کړی،چې دغه اداره د غزې د جګړې له پای ته رسېدو یوه کال وروسته د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو د ترسره کولو ژمنه کوي.
نوموړي ویلي: «د لنډمهالي اساسي قانون مسوده به د درې میاشتو په موده کې د خپلواک حکومت څخه د دولت جوړېدو د لېږد لپاره چمتو شي.»
خو د فلسطین د خپلواک حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی چې که د غزې جګړه تر ۲۰۲۶کال پورې روانه پاتې شي، د ټاکنو ترسره کول عملي نه دي.