مصر: د ټرمپ پلان ته د حماس ځواب دا ښيي چې دوی غواړي وینه تویېدل بند شي

۲ ساعتونه مخکې

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د حماس له نوې دریځ څخه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې له طرحې سره تړاو لري هرکلی کړی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي، د حماس او نورو فلسطیني ډلو غبرګون د دې څرګندونه کوي چې هغوی د فلسطیني ولس د وینې تویېدو د پای ته رسولو او د بې‌ګناه ولسي وګړو د ژغورلو لپاره جدي اراده لري.

قاهرې ټینګار کړی، چې مصر به له قطر او امریکا سره په همغږۍ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو د دې سولې د خبرو اترو بهیر بشپړ او په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو زمینه برابره شي.

نور خبرونه

رادیو