قطر: د ټرمپ د اوربند غوښتنې او د برمته شویو د خوشې کېدو ملاتړ کوو

۲ ساعتونه مخکې

قطر د حماس له‌خوا د امریکا د ولسمشر د وړاندیز شوې طرحې له منل کېدو هرکلی کړی او همداراز یې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو په کلکه ملاتړ کوي چې د برمته شویو اسراییلیانو د خوندي خوشې کېدو لپاره یې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد انصاري پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، د قطر دولت د دې پخلی کوي، چې دوی له امریکا سره په همغږۍ او د مصر په منځګړیتوب او همداراز له خپلو شریکانو سره پر دې کار پیل کړی، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاره هواره شي.

په ورته وخت کې، سره له دې چې د غزې په تړاو د ډونالډ ټرمپ له وړاندیز شوې طرحې سره حماس همدا څو ساعته مخکې موافقت وکړ، خو د راپورونو له‌مخې اسراییل د شنبې په سهار وختي (د تلې ۱۲مه) د غزې پر ځينو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسراییل دغه بریدونه په داسې حال کې دي، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې طرحې په تړاو د حماس له ځواب ترلاسه کولو وروسته له اسراییل وغوښتل چې په بېړه پر غزې له بریدونو لاس واخلي، څو ورسره د برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو بهیر چټک شي.

نور خبرونه

رادیو