په درېیو ولایتونو کې د ږلۍ، بارونونو او سېلابونو له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې د ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د یادو ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او همداراز ۵ کیلومتره سړک او ۲۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې لړ کې ۴۰ سولرونه ویجاړ، ۳ څاروي او د چرګانو د یوه فارم د له‌منځه تللو له امله ۳ زره چرګان هم تلف شوي دي.

له دې سره سم، د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له‌مخې، سبا هم په کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بغلان، تخار، بدخشان، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، تالنده برېښنا او سېلابونو د راتلو احتمال شته.

نور خبرونه

رادیو