د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتونونو لپاره استادانو او هغو کارکوونکو ته چې د څلورم بستونو یا لاندې دندو کې کار کوي، ځیرک ټلیفون کارول منع کړل. افغانستان انټرنشنل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو رسمي سند ترلاسه کړی چې پکې ویل شوي، دا پرېکړه د وزارت رهبرۍ په شورا کې شوې ده.
په دې سند کې ویل شوي چې د ځیرک ټلیفون کارول «د کارونو د بوختیا او پېچلتیا زیاتوالي سبب ګرځي.»
په دې سند کې له هغو استادانو او کارکوونکو چې د درېیم بست څخه پورته دي غوښتنه شوې چې د ځیرک ټلیفون کارول په تدریجي ډول کم کړي.
د لوړو زدهکړو په دغه رسمي سند کې راغلي: «د رهبرۍ په شورا کې پرېکړه وشوه چې هېڅ یو استاد حق نه لري په پوهنتونونو کې ځیرک ټلیفون وکاروي.» د سند په دوام کې ویل شوي: «د لوړو زدهکړو وزارت مرکز کې اداري کارکوونکي، جامعات او پوهنتونونو کې په څلورمه رتبه او لاندې رتبو کې کارکوونکي، د رسمي کاري وخت پر مهال د ځیرک ټلیفون کارولو حق نه لري او باید له ځان سره یې د کار ځای ته یونسي.»
د طالبانو له خوا د ځیرک ټلیفون کارول منع کول نوې موضوع نه ده. هبتالله اخوندزاده شاوخوا یو کال وړاندې په قندهار کې د دې ډلې د علماوو له شورا غوښتنه کړې وه چې د ځیرک ټلیفون بندولو لپاره یوه «شرعي لار» ومومي.
سرچینو ویلي وو چې د دې اقدام موخه د هبتالله د نظر له مخې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د تبلیغاتو مخنیوی، د نیوکو بندول او د هغو خبرو چوپول دي چې دا ډله یې «فساد پاروونکي» بولي.
د طالبانو مشر د انټرنېټي خدمتونو او د ځیرک ټلیفون کارولو مخالف دی.
د هبتالله اخوندزاده په امر د دوشنبې په ورځ د تلې ۷مه، په ټول هېواد کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات پرې شول. دغه پرېکړه د هېواد دننه او بهر نړیوال پراخ غبرګونونه وپارول او له ۴۸ ساعتونو ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ د تلې ۹مه طالبانو بېرته انټرنیټي او مخابراتي خدمات فعاله کړل.
د انټرنیټي او مخابراتي خدمات عام ژوند او د هېواد اقتصاد ګډوډۍ سره مخ کړ.په دې درې ورځو کې ګمرکونه، هوایي ډګرونه، بانکونه، د پیسو حوالې خدمات او کارونه بند وو.