له پاکستان څخه اېستل کېدونکې کورنۍ: تر ټولو ستر خفګان مو له زده‌کړو د لوڼو محرومېدل دي

۳ ساعتونه مخکې

پاکستان چې د سپټمبر له لومړۍ راهیسې د پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړی، همداراز دوام لري. یو شمېر دغه اېستل کېدونکې کورنۍ سره له دې چې په پاکستان کې هم خوشحاله نه‌دي، خو د نجونو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي دي.

ډېری دغه کورنۍ په افغانستان کې له کورنیو جګړو د ژوندي پاتې کېدو، د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د تعلیم د دوام لپاره پاکستان ته تللي او دغه پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکي افغانان له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي.

یو له دغو افغانانو فضل خان نومېږي او د کراچۍ په شاه فیصل ټاون کې اوسېږي او دمګړی خپله بار او بستره تړي او افغانستان ته د تللو لپاره تیاری نیسي. دی وايي، د خپل کور په شاوخوا کې یې د سبزیو کاروبار کاوه او زیاتوي، «له دغومره سختیو سره زړه مې خوشحاله و چې زما ماشومان ښوونځي ته ځي. همدا فکر زما د ژوند تر ټولو ستره هیله وه، خو اوس دا ټول خوبونه مات شول.»

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

فضل خان د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته وايي، په پاکستان کې یې د پولیسو له ځورونو سره سره شپه او ورځ چلېدله، خو اوس افغانستان ته په خالي لاسونو روان دی او هلته به ژوند له صفر څخه پیلوي.

دی زیاتوي: «موږ خالي لاسونه روان یو، نه کور لرو نه روزګار او نه د سبا ضمانت. دا وطن ته تګ د مجبورۍ او لاچارۍ تګ دی.»

په پاکستان کې ډېری مېشت افغانان یوه ګډه اندېښنه لري او هغه د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو د دوام مساله ده.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

یوه بله افغان کونډه ښځه زرغونه چې له اتو کلونو راهیسې له خپلو درېیو ماشومانو سره په پېښور کې اوسېږي، دا هم د خپلو ماشومانو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته سخته اندېښمنه ده.

یاده مېرمن چې خپل ژوند په خپل کور کې د خیاطۍ له لارې چلوي زیاتوي: «زه هېڅکله هم ښوونځي ته نه یم تللې، خو غوښتل مې چې زما ماشومان درسونه ووايي او ما د دوی لپاره هر تکلیف زغملی دی.»

دا چې اندېښنو وړې ده وايي: «که موږ بېرته ولاړ شو، نو زما د ماشومانو تعلیم به هم ختم شي ځکه په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي. زه نه‌غواړم زما لور هم زما په شان بې‌تعلیمه پاتې شي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو یعنې څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی. په دې برخه کې کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو او فشارونو هم څه ګټه نه ده کړې او دغه بهیر همداسې په ټپه ولاړ دی.

د رسمي راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې پاکستان یوازې د تورخم له لارې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال په زوره اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په دوی کې نږدې ۳۰۰ او۵۰ زره یې ښځې دي او له دې ډلې تر ۳۸ زره زیاتې نجونو د خېبرپښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان او کشمیر په بېلابېلو ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې.

د خېبرپښتونخوا د داخلې او قبایلي چارو د محکمې د معلوماتو له‌مخې، د روان کال د اګست له لومړۍ د اکتوبر تر درېیمې ۱۳۵۸۸۹ د پي‌او‌ار او ۵۳۱۳۴ د اې‌سي‌سي کارټونو لرونکي افغانان په زوره بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو