د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وايي، په قطر کې مېشتو افغان سوداګرو د کونړ له زلزلهځپلو سره شاوخوا ۲۶ زره او ۳۰۰ ډالره مرسته کړې ده.
دغې ادارې زیاته کړې چې دا مرستې په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین له خوا په کابل کې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ته سپارل شوې دي.
د طالبانو دغې ادارې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) وویل، چې له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د قطر لپاره د طالبانو سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغه څخه یې په قطر کې د افغان سوداګرو له لوري د کونړ ولایت له زلزلهځپلو سره شوې نغدې مرستې ترلاسه کړې.