ډونالډ ټرمپ: حماس سولې ته چمتو دی، اسراییل باید سمدستي پر غزې بمبارۍ ودروي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر په غزه کې د سولې وړاندیز شوې طرحې په تړاو د حماس د منښتې له اعلانېدو وروسته وویل، اوس نو اسراییل باید پر غزې د بمباریو لړۍ ودروي او په وینا یې، د بمباریو دوام به ډېر خطرناک وي.

ډونالډ ټرمپ نږدې یو ساعت مخکې په ټروت سوشیل کې د حماس وروستي دریځ ته چې د ده له وړاندیز شوې طرحې سره یې منښته کړی وویل، «زه باور لرم چې هغوی [حماس] د یوې دایمي سولې لپاره تیار دي. اسراییل باید سمدستي پر غزې بمبارۍ ودروي، څو موږ وکولای شو بندیان ډېر ژر او په خوندي ډول راوباسو. همدا اوس د دې کار کول [د بمباریو دوام] ډېر زیات خطرناک دي.»

حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د غزې لپاره د ټرمپ له وړاندیز شوې طرحې سره موافق دي او ورسره به ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) اسراییل ته وسپارل شي.

په دغې اعلامیې کې راغلي، «حماس به د عزې تړانګې د فلسطیني ملي اجماع پر بنسټ او د عربي او اسلامي هېوادونو د ملاتړ په موجودیت کې یوه فلسطیني تخنیکي خپلواکې ادارې ته واک وسپاري.»

حماس ډلې د ټرمپ د سولې له طرحې سره موافقه اعلان کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا ولسمشر تر دې مخکې حماس ته د راتلونکې یکشنبې تر مازدیګره وخت ورکړی و، چې په غزه کې د جګړې د پای لپاره د ده طرحه ومني او همداراز یې خبرداری ورکړی وو که یې طرحه ونه مني، نو له ډېر بد برخلیک سره به مخ شي.

نور خبرونه

رادیو