امانوېل مکرون:د برمته شویو اسراییلیانو خوشې کول او په غزه کې اوربند نږدې دی

۲ ساعتونه مخکې

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وایي، چې د ټولو برمته شویو اسراییلیانو خوشې کول او په غزه کې اوربند نږدې شوی دی.

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې په دې برخه کې د حماس ژمنې باید پرته له ځنډه عملي شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د حماس او امریکا تر منځ له موافقې وروسته وویل، «موږ اوس د دې فرصت لرو چې د سولې پر لوري پرېکنده پرمختګ وکړو.»

حماس ډلې د ټرمپ د سولې له طرحې سره موافقه اعلان کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې په دې برخه کې د امریکا د د ولسمشر له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې فرانسه به د امریکا، اسراییلیانو او فلسطینیانو او د خپلو ټولو نړۍوالو شریکانو سره یوځای او په ملګرو ملتونو کې له خپلو هڅو سره سم خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ: حماس سولې ته چمتو دی، اسراییل باید سمدستي پر غزې بمبارۍ ودروي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، فرانسه یو له هغو هېوادونو دی چې په دې وروستیو کې یې فلسطین د یوه خپلواک هېواد او دولت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

نور خبرونه

رادیو