د حماس او امریکا له موافقې دوه ساعته وروسته لا هم اسراییل خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی

۲ ساعتونه مخکې

د حماس او امریکا تر منځ په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو له موافقې د دوو ساعتونو په تېرېدو سره لا هم اسراییل خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

بلخوا د اسراییل په پارلمان کې اپوزیسیون له بنیامین نتنیاهو غوښتي چې ژر تر ژره له یادې موافقې سره یو ځای شي.

د اسراییل په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر یاییر لاپید د بنیامین نتنیاهو له حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره د جګړې د پای ته رسېدو او د توافق د جزییاتو د وروستي کېدو په موخه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له مذاکراتو سره یو ځای شي.

هغه په ډاګه کړه، چمتو دی چې د یاد توافق په برخه کې لازم سیاسي ملاتړ بنیامین نتنیاهو ته برابر کړي.

نړۍوالو رسنیو لیکلي، چې په دې برخه کې نتنیاهو په ډېر سخت وضعیت کې راګیر دی، ځکه هغه د ښي اړخي ایتلاف مشري هم کوي چې ځينې غړي یې پر غزې د اسراییل د حاکمیت غوښتونکي دي او ښايي نتنیاهو له یاد توافق سره مخالفت وکړي.

د راپورونو له‌مخې، په داسې وضعیت کې ښايي نتنیاهو په غزه کې د ټرمپ طرحې د عملي کېدو لپاره د یاییر لاپید په څېر د خپلو سیالانو ملاتړ ته اړ شي.

له دې سره سم، د برمته شویو کورنیو ټولنې هم له نتنیاهو غوښتي چې د برمته شویو کسانو د ازادېدو او خپلو کورونو ته ستنېدو لپاره ژر تر ژره له روانو مذاکراتو سره یو ځای شي.

نور خبرونه

رادیو