انتونیو ګوترېش، د حماس له‌خوا د ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې له منل کېدو هر کلی وکړ

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا د ولسمشر له وړاندیز شوې طرحې سره د حماس له منښتې هرکلی وکړ او په وینا یې د دغې طرحې له‌مخې به ټول برمته شوي اسراییلیان خوشې شي.

هغه پر ټولو ښکېلو خواو غږ وکړ چې له دغه فرصته په ګټه اخیستنې سره د غزې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي.

ګوترېش همداراز په دې برخه کې د قطر او مصر له منځګړیتوبه هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، «زه یو ځل بیا خپله غوښتنه تکراروم چې باید سمدستي او دایمي اوربند وشي، ټول بندیان بې له کوم شرطه خوشې شي او د بشري مرستو لپاره بشپړ او بې‌خنډه زمینه برابره شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړه او دغه طرحه د حماس له لوري ومنل شوه چې، له‌مخې به یې ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) اسراییل ته وسپارل شي او بشري مرستو ته به زمینه برابره شي.

ټرمپ هم د حماس له لوري د یادې طرحې له منل کېدو وروسته له اسراییل څخه په کلکه وغوښتل چې پر غزې د بمباریو بهیر ودروي او همداراز یې خبرداری ورکړ، چې د دغو بمباریو دوام ډېر خطرناک دي.

نور خبرونه

رادیو