د اسراییل پخوانی دفاع وزیر: د ایران سره شخړه پای ته نده رسېدلې

۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل پخواني دفاع وزیر او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخالف «اویګدورلیبرمن» وايي، هغه کسان چې فکر کوي د ایران سره شخړه پای ته رسېدلې، «په غلط فکر دي او نورو ته هم نادرست پیغام ورکوي».

لیبرمن ویلي، ایران اوس د خپلو دفاعي او پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا په حال کې دی او هسته‌ییز فعالیتونه یې بېرته پیل کړي دي.

هغه زیاته کړې: «بې سببه نه ده چې مخکښو هېوادونو د ایران د رژیم پر ضد د بندیزونو د فعالولو میکانیزم (ماشه میکانیزم) بیا کارولی دی.»

د هغه په وینا، دا ځل د ایران مشرتابه هڅه کوي چې اسراییل له ناڅاپي برید سره مخ کړي.

لیبرمن خپلو خلکو ته په خطاب کې ویلي: «د سکوت مذهبي اختر ولمانځئ او له کورنیو سره وخت تېر کړئ، خو محتاط اوسئ او پناه ځایونو ته نږدې اوسېږئ. پر دې حکومت باور نه شي کېدای، یواځې پر پوځ او ځان بسیا کېدو باید تکیه وکړو.»

نور خبرونه

رادیو