د ملک سلمان بنسټ زلزله ځپلو ته د ۲زره لنډمهاله سرپناوو د وېش خبر ورکړ

۲ ساعتونه مخکې

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د وېش پروژه پیل شوه. دغه سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه مرستو په لړ کې به زلزله ځپلو ته شاوخوا ۲زره لنډمهاله سرپناوې ووېشل شي.

خپرپاڼه کاږي، چې دغه مرستې د سعوي پاچا د ملک سلمان بشري بنسټ له لوري شوې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي، چې د ملک سلمان بنسټ په همکارۍ یې د کونړ مزار دره کې پر ۲۵۰ کورنیو غیر خوراکي توکي وېشلي دي.

یادې ټولنې ویلي، چې پر هرې کورنۍ یوه خېمه، پنځه کمپلې، د پخلنځي یو سیټ لوښي، فرش، ترموز، د حفظ‌الصحې وسایل، څراغ او د څښاک یوه اندازه اوبه وېشل شوي دي.

په کابل کې د سعودي سفارت تر دې وړاندې هم د افغانسان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د بېلابېلو مرستو په اړه ویلي و. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکو زلزلو له کبله په ماشومانو کې د خورځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

یادې ادارې د یوه تفصیلي راپور له مخې دا هم ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له کبله ۸۵۰۰ کورونه نړېدلي او د ارزونو له مخې څه باندې نیم مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

یاد صندوق خبرداری ورکړی، که له ځنډ پرته د خلکو لاسنیوی ونه‌شي او بېړني ګامونه پورته نه‌شي؛ نو د هوا په سړېدو به خلک له لا زیاتو کړاوونو سره مخامخ شي.

د افغانستان په ختیځ او بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې (د اګسټ میاشتې په ۳۱مې نېټې) د رامنځته شوې زلزلې له کبله د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۶۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو