د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څو اونۍ وروسته زلزله ځپلي لاهم له جدي ننګونو سره مخ دي او کورنۍ لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو سره یوازې خیمې خلک له سختې یخنۍ څخه نهشي ساتلی.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۱مه) وویل:« د خلکو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د ژمي راتګ دی او د ترانسپورت ستونزه هم په یوې جدي ننګوونې بدله شوې ده.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې زیاته کړه، چې ډېری کورنۍ لا تر اوسه په دې نهدي توانیدلي چې په لرو پرتو سیمو کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي او یادې پېښې د راستنېدونکو ژوند هم ستونزمن کړی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت به د وخت په تېرېدو لا کړکېچن شي او زلزله ځپلي لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې، په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې له ۲زرو ډېر کسان مړه او ۳زره نور ټپیان کړل.