په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د شته ګواښونو په اړه د جي۷ هېوادونو اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، چې اوس له دغه هېواده د ترهګریزو ډلو ګواښ لهمنځه تللی دی.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلی، چې د طالبانو په واکمنېدو ټولې وسلهوالې ډلې او سیاسي مخالف جریانونه لهمنځه تللي او په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نهشته او هغه ادعاوې چې ګواکې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي؛ بېبنسټه دي.
فطرت له ناقانونه لارو د کډوالۍ او له پولو ور هاخوا پر ترهګریزو فعالیتونو یې د اغېزو په اړه ویلي، چې دا یوه نړۍواله ستونزه ده او باید نړۍوال په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، اېټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، سویس، ناروې، ترکیې، ډنمارک او د اروپايي ټولنې ځینو استازو په لندن کې د یوې غونډې پرمهال له افغان خاورې د شته ګواښونو او له ناقانونه لارو د کډوالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دغو صنعتي او پیاوړو هېوادونو همدا شان ټنیګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د سیمې هېوادونو همغږي او همکاري مهمه ده.
له دې وړاندې چین، روسیې، ایران او پاکستان هم د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه؛ خو طالبانو بیا ترې انکار کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په وروستۍ غونډه کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې شاخوا ۲۰ ترهګریزې ډلې فعالیت کوي.