د سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا عدلیې وزارت د ویرجینیا د ختیځې ولسوالۍ لپاره دوه لوړپوړي څارنوالان له دندې ګوښه کړي دي. په راپور کې راغلي، چې د کابل هوايي ډګر د برید پلانوونکي شریف الله قضیې څارنوال مایکل بېن اري تېره اوونۍ له دندې ګوښه شوی دی.
که څه هم لا تراوسه په دې اړه معلومات نهدي شریک شوي، چې د شریف الله د قضیې څارنوال ولې له دندې ګوښه شوی؛ خو د راپورونو پربنسټ شریف الله به د روان ۲۰۲۵کال په وروستیو کې محاکمه شي.
شریف الله په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د خونړي ځانمرګي برید په تور نیول شوی دی.
په دغه ځانمرګي برید کې چې هغه مهال د داعش ډلې خراسان څانګې یې مسوولیت منلی و، ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان وژل شوي وو.