د کړکېچ نړۍواله ډله: د افغانستان لپاره د طالبانو پراختیايي تګلاره رڼه نه‌ده

۳ ساعتونه مخکې

د کړکېچ نړۍوالې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د طالبانو پنځه کلنه تګلاره او اقتصادي پلان شفافیت نه‌لري او یوازې په‌کې د دغې ډلې اېډیالوژیک لیدلوري پراختیا او پیاوړتیا ته پاملرنه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د طالبانو پنځه کلنه تګلاره د راروان کال په اپرېل میاشت کې وروستۍ شوه؛ خو لاهم په رسمي ډول نه‌ده خپره شوې او خلک ترې ناخبره دي.

د کړکېچ نړۍواله ډله وايي، که څه هم په تګلاره کې د خلکو د ژوند ښه‌والي، اقتصادي پیاوړتیا او د کانونو د مدیریت په برخو کې ژمنې شوې؛ خو په ورته وخت کې د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د اسلامي شریعت تطبیق او په ټوله کې د امنیت د ټینګښت په پلمو هڅه شوې، چې د طالبانو فکري ارزښتونه وپالل شي.

د یادې ډلې په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اقتصادې ودې پر وړاندې د طالبانو په مخکې ګڼې ننګونې او ستونزې پر خپل ځای دي.

راپور کاږي، چې د قوانینو ناروښانه برخلیک، د دولتي بودجې سربېره د مرکزي بانک د زېرمو د شمېرو پټ ساتل د اقتصادي پراختیا پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د طالبانو یو چارواکي دې ډلې ته ویلي، چې د طالبانو مشر د تفصیلي پلانونو د تصویب مخه نیسي.

په راپور کې راغلي، چې یوه وزارت څو کلن هر اړخیز پلان ترتیب کړی؛ خو د طالبانو مشر له مذهبي برخو پرته نور ټول مهم موارد لرې کړي، چې پلان یې بې‌ارزښته کړی.

طالبانو د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپله پراختیايي تګلاره اعلان کړه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په دغه تګلاره کې به د دوی ټولې پراختیايي چارې د یوه منظم چوکاټ لاندې توحید او پرمخ یوړل شي.

نور خبرونه

رادیو