امریکايي څېړونکی: د بګرام په اړه له امریکا سره خبرې د طالبانو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي

۳ ساعتونه مخکې

د «هادسون» په نامه د یوه څېړنیز مرکز امریکايي څېړونکی لوک کافي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام په اړه خبرې اترې د طالبانو ترمنځ بې‌باوري زیاتولای شي. نوموړی وايي، ښايي طالبانو د خپلو کورني اختلافاتو له امله د بګرام په تړاو د خبرو موضوع رد کړې وي.

دغه امریکايي څېړونکي په یوې مقاله کې ویلي، که طالبان امریکا ته په بګرام هوايي اډه کې د لاسرسي اجازه ورنه کړي؛ امریکا یې باید د نیولو لپاره ټول انتخابونه په پام کې ونیسي.

په مقاله کې راغلي، لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي که اړتیا پېښه شي؛ نو له پوځي ځواک څخه به کار واخلي، ټرمپ باید «زړور اوسي او د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ دې عمل وکړي.»

دغه امریکايي څېړونکی وايي، که څه هم بګرام ته بېرته د امریکایانو ستنېدل خورا سخته چاره بولي؛ خو په ورته وخت کې امکان یې هم نه ردوي.

هغه وایي:« هیڅوک دا تمه نه‌لري، چې امریکایي ځواکونه دې ژر ستانه شي؛ خو په ۲۰۰۱کال کې هم هېچا د امریکا ناڅاپي لاسوهنه نه وه اټکل کړې. که زمینه ورته برابره کړي، د امریکا حضور په افغانستان کې ارزښت لري.»

په مقاله کې د بګرام ستراتیژیک او مهم موقعیت ته په اشارې سره ویل شوي، چې د نړۍ شاوخوا ۸۵ سلنه نفوس له بګرام څخه د الوتنې په اته ساعته واټن کې پروت دی.

دغه امریکايي څیړونکی وايي، چې د امریکا لپاره په بګرام کې د دوی حضور د سترو زبر ځواکونو د سیالۍ په چوکاټ کې ګڼې ګټې لري؛ ځکه افغانستان له لوېدیځه له ایران، له ختیځه له چین، له سوېله له پاکستان او هند او له شماله له منځنۍ اسیا سره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال په پیل کې سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا رسېدو سره سم، ټرمپ په دوامداره توګه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې کړې وې او همداراز یې ویلي، چې جو بایډن باید بګرام اډه نه وای پرېښې.

ټرمپ په وروستیو کې خبرداری ورکړی، که طالبان د بګرام اډه امریکا ته و نه سپاري؛ نو یوه بده پېښه به رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو