د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې (د تلې ۱۱مه او ۱۲مه) په لسو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو لپاره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د هواپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په سوېل ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د رالوتو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د چټکوالي کچه په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کېلو مترو وي.