د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وویل چې هغه وړاندیزونه، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره اعلان کړي، د مسلمانو هېوادونو له خوا د ټرمپ لپاره وړاندې شوې مسودې سره سمون نه لري.
د ډار په وینا، دغو هېوادونو په سپټمبر میاشت کې ټرمپ ته وړاندیز کړی و چې اسراییل باید له غزې څخه بشپړ ووځي، خو د ټرمپ پلان یوازې د اسراییل جزوي شاتګ وړاندیز کوي ترڅو د فلسطیني حماس وسلهوالو لهخوا نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشې شي.
ډار د پارلمان د غړو په وړاندې وویل: «ما څرګنده کړې چې دا ۲۰وړاندېزونه چې ټرمپ یاد کړي، زموږ له وړاندیز سره سمون نه لري، ځینې بدلونونه پکې شوي دي، په هغه مسوده کې چې موږ وړاندې کړې وه.»
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای لپاره ۲۰وړاندېزونه په ډاګه کړل، چې له مخې به یې ټول ژوندي او مړه یرغمل کسان د اوربند وروسته په ۷۲ ساعتونو کې خوشې شي.
دغه پلان د راتلونکي «نوې غزې» د بیا رغونې وړاندیز هم کوي.
په پلان کې یې ډېری جزییات د خبرو اترو لپاره پرېښي دي او د حماس د منلو پورې تړلي.
ډار وویل، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشرانو د غزې د وضعیت په اړه له ټرمپ سره لیدلي وو.
دغه هېوادونو له ټرمپ ژمنه ترلاسه کړې چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې الحاق ته به اجازه ورنه کړي.