په اسلاماباد کې یوشمېر افغانان شکایت کوي، چې له کوم دلیل پرته یې د پاکستان حکومت په پرلهپسې ډول د ویزو غوښتنلیکونه ردوي. دوی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې یې په وار، وار د ویزو غوښتنه کړې؛ خو له اوږد انتظار وروسته یې د ویزو غوښتنه رد شوې ده.
صفي الله چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي وايي، څلور میاشتې وړاندې یې د ویزې موده ختمه شوې؛ خو لاهم نهدی بریالی شوی، چې د خپلې ویزې موده وغځوي.
نوموړی وايي، تېره ورځ یې د درېیم ځل لپاره د خپلې ویزې د رد ایمېل ترلاسه کړ او په ایمېل کې د ویزې د ردېدو لامل په اړه ورته هېڅ نه و ویل شوي.
هغه وایي:« له ډېرو هڅو سره، سره بیاهم دوی ویزې نه راکوي. موږ دلته له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ یو. په کوم ښارګوټي کې چې اوسېږو، دلته نور افغانان هم شته. پولیس پوهېږي، چې موږ ویزې نهلرو؛ نو وخت ناوخت راځي او ډېر مو ځوروي.»
په پاکستان کې د مېشتو یو شمېر افغانانو په خبره؛ ډېری ردېدونکې ویزې روغتیایي او سیاحتي وې. په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله ثریا هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، چې روغتیایي ویزه یې له کوم دلیل پرته رد شوې ده.
هغه وایي: «د ویزو لپاره درخواست ورکوو او دوی یې له کوم دلیل پرته ردوي. په هرځل موږ شاوخوا د درېیو کسانو لپاره ۲۵ زره کلدارې ورکوو؛ خو اوس مو پریکړه کړې، چې نور غوښتنلیک نه جمع کوو؛ ځکه هسې پیسې پرې ځي.»
تر دې وړاندې په اسلاماباد کې د افغانانو شورا هم ویلي و، چې په دې وروستیو کې د ډېرو افغانانو ویزې ردېږي.
د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ په بشپړه ډول ودروله، چې دې مسلې په پاکستان کې مېشت افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
په اسلاماباد کې مېشت افغانان وايي، پولیس په دومداره توګه په هغو ښارګوټو کې چې تر ډېره افغانان پهکې اوسېږي چاپې وهي او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.
دوی وايي، که څه هم د ویزو د تمدید لپاره یې ټولې قانوني لارې ازمایلې دي؛ خو بیا هم دغه ستونزه نهده حل شوې او پاکستاني پولیسو ته د افغانانو د ځور او کړاو ښه پلمه په لاس ورغلې ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د راپورونو پربنسټ؛ څه باندې نیم مېلیون افغانان په ویزو پاکستان ته تللي دي.