پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په شېراني ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې ۷ وسلهوال وژلي دي. د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو وسلهوالو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان امنیتي چارواکو وړمه ورځ هم ویلي و چې د بلوچستان ایالت په کویټې، شېراني او کیچ ولسوالیو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو پر مهال ۲۱ وسلهوال وژلي او څلور کسان یې نیولي دي.