پاکستان د افغان محصلانو لپاره د بورسونو د غوښتنلیک وخت غځولی

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د انټرنېټ د څو ورځني بندیز له امله د افغان محصلانو لپاره د «علامه محمد اقبال» تحصیلي بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د تلې تر ۱۸مې نېټې غځول شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د تلې له ۸مې څخه د تلې ۱۸مې نېټې ته وغځېده.

د اقبال بورسونو پروګرام د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي او له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې زرګونو افغان زده‌کوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه بورسونه د زده‌کړو ټول لګښتونه، استوګنځای، د ژوند او یوه ځل سفر لګښت پوښي. د دې پروګرام په درېیم پړاو کې چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې پیل شوی، پلان دی چې په درې کلونو کې ۴۵۰۰ بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.

منل شوي افغان زده‌کوونکي به په پاکستان کې په معتبرو دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړه وکړي. د زده کړې د دورې اوږدوالی د څانګې له مخې توپیر لري؛ د لیسانس دوره معمولا څلور کاله، طب پنځه کاله، ماسټري دوه کاله او دوکتورا لږ تر لږه درې کاله وخت نیسي.

نور خبرونه

رادیو