د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبه په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د انګور اډې لار له دوو کلونو ځنډ وروسته د سوداګرۍ او موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
نوموړي ویلي، د دې لارې پرانیستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فعالیتونه پياوړې کړې.
نږدې دوه کاله کېږي، چې د انګور اډې لار د سوداګرۍ پر مخ تړلې وه.
وړاندې د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې لسګونو سوداګرو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې که د انګور اډې دروازه خلاصه نه شي پراخ لاریونونه به وکړي.