د پاکستاني طالبانو تحریک په ازاد کشمير کې پر لاریونوالو د پاکستان پوځ له خوا برید «ظالمانه» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان پوځ کشمیر ازاد یادوي خو هیڅکله یې خپلواکې نه ده ورکړې.»
دوی له کشميري ولس څخه غوښتي، چې د پاکستان د واکمنو پر تشو ژمنو ونه غولیږي.
د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي»د پنجشنبه په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «ازاد کشمېر د طبیعي سرچینو، سیندونو او برېښنا له پروژو پاکستان ګټه اخلي خو ځايي خلکو ته هیڅ ګټه نه رسيږي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکي د عامو کشمیریانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي، چې د پاکستان واکمن د کشمیریانو د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې نه کوي او یوازې یې د اسلام اباد د ګټو لپاره استفاده کوي.
دوی د کشمیر له خلکو غوښتي، چې «د پاکستان د واکمنو په وړاندې راويښ شي او د هغوی پر تشو ژمنو ونه غوليږي.»
دغه وسله والې ډلې د پاکستان له ټولو خلکو په ټينګار غوښتنه کړې، چې د کشمیریانو د حق غوښتلو ملاتړ وکړي او د لاریونوالو تر څنګ ودریږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تاوتریخوالي څخه په ډکو لاریونونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي.
د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهرهچیان د سیمهییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.
د اسلاماباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.