د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ یوه نوې مسوده منظوره کړه، چې له مخې به یې افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ تګلاره بدله او اصلاح شي.
په دې غونډه کې چې د ماليې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزیب یې مشري کوله، د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ موجوده چوکاټ ته بدلون ورکړل شي، څو سوداګریزې اړیکې لا اسانه او عملي شي.
له دې پرکړې وروسته به د افغانستان، پاکستان، ایران او روسیه د پیسو پر ځای سوداګري د توکو په تبادله تر سره کیږي.
دغې پرېکړې ته د پاکستان اقتصادي کارپوهان د پام وړ ارزښت ورکوي. د دوی په باور، د مال پر مال سوداګري به د یادو هېوادونو ترمنځ د هغو ستونزو هوارولو کې مرسته وکړي، چې د بانکي محدودیتونو او د پیسو د لېږد د ستونزو له امله رامنځته شوي دي.