هغه استادان چې د طالبانو د ږېرې او جامو اصولو ته غاړه نه‌ږدي، له علمي ترفیع بې‌برخې کېږي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پرېکړه کړې، هغه استادان چې د دغې ډلې ټاکل شوی ظاهري معیار په پام کې نه‌نیسي؛ له علمي ترفیع بې‌برخې کېږي.

په دې اړه د افغانستان انټرنشنل فارسي برخې ته په یوه رسېدلي رسمي سند کې راغلي، د هغو استادانو علمي ترفیع به وځنډول شي چې سیرت او صورت یې د «شریعت» له اصولو سره برابر نه وي.

په سند کې راغلي، چې د پوهنتون استادانو د علمي ترفیع د ځنډ موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې وړاندې شوې ده.

په سند کې د ټولو پوهنتونونو رییسانو ته سپارښتنه شوې، تر هغې چې د استادانو د «سیرت او صورت» په اړه ډاډمن شوي نه‌وي؛ د دوی د علمي ترفیع دوسیې دې وزرات نه استوي.

طالبانو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل سره سم د استادانو او زده‌کړیالانو لپاره ځانګړی لارښود اعلان کړ، چې له مخې یې باید استادان د تدریس پرمهال جامې واغوندي، خولۍ په سر کړي او همدا شان خپلې ږېرې لنډې نه‌کړي.

په ورته وخت کې په اعلان شوي لارښود کې زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو ته هم ځانګړې لارښوونې شوې، که مراعت یې نه‌کړي نو ټولګیو ته له ورتګه منع کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې بندې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ محدودیتونه ولګول.

د لګول شویو محدودیتونو له کبله ګڼ استادان، زده‌کوونکي او هغه کورنۍ چې اولادونه یې له زده‌کړو بې‌برخې شوي د افغانستان پرېښودوو ته اړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو