په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس فضل الله دیوبندي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله د لوبیا په حاصلاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه ویلي، چې سږ کال د دغه ولایت له ۱۳۴۳ هکتاره کرنیزې ځمکې ټولټال ۱۶۹۸ متریک ټنه لوبیا ترلاسه شوي؛ په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۶۰۹ متریک ټنه و.