د خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو د مهدي انصاري جبري اعتراف غندلی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» په جلا خبرپاڼو کې د طالبانو له خوا د افغان خبریال مهدي انصاري څخه په زور اعتراف اخیستل غندلي دي.

طالبانو د انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې، چې پکې له بهر میشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد تبلیغ یادونه کوي.

یادو بنسټونو د پنجشنبه په ورځ (د وږی ۱۰مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي: «دا اعتراف د طالبانو په زندان کې د روحي او فزيکې فشار لاندې اخیستل شوی او دا د خبریالانو د حقونو ښکاره نقص دی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې، چې دا کار د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ځپلو د دوام یوه برخه ده.

همداراز د افغانستان د رسنیو مرکز د مهدی انصاري د روغتیايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د سمدستي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.

د افغان خبریالانو مرکز د مهدي انصاري محاکمه غیر عادلانه بللې او ټینګار یې کړی چې طالبان خبریالان د مدافع وکیل له شتون پرته محاکمه کوي او په زندان کې یې اچوي.

مهدی انصاري تېر کال د تلې په ۱۴مه نېټه د کابل دشت برچي سیمې څخه «د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ» په تور نیول شوی و.

طالبانو تېر کال هغه ته د یونیم کال بند سرا اورلې وه.

په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو د هغه د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه.

مهدي انصاري ته نږدې سرچینې وايي، چې د طالبانو په زندان کې د هغه فزیکي او رواني حالت ښه نه دی.

نور خبرونه

رادیو