د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د افغانستان وضعیت ته په اشارې لیکلي: «زموږ په هېواد کې سیاسي افراطیت، که مذهبي وي او که غېر مذهبي، دواړه وارد شوي پدیدې دي چې موخه یې زموږ د معتدلې او دودیزې ټولنې ویجاړول دي.»
فضل محمود فضلي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې وارد شوي پدېدې ژر له منځه ځي.
نوموړي افغان ځوانانو ته په پيغام کې ویلي، چې «د انفرادي مبارزې او هڅو پر ځای خپله انرژي په منسجمو او ګډو فعالیتونو ولګوي.»
ښاغلي فضلي زیاته کړې، چې افراطي سیاست د حاکمیت خپلواکو او وطنپالو منسجمو ځوانانو ته د کار دنده او دولت جوړولو لپاره اغېزناک فرصتونه برابروي.
په افغانستان کې د طالبانو وروستیو سختو بندیزونو او اقداماتو د ټولنې د بېلابېلو برخو غبرګونونه راپارولي او د دغې ډلې کړنې غندل شوي دي.
ډېری سیاسیون اوسمهال هڅه کوي، چې د افغانستان لپاره د هرې ستونزې پروړاندې ګډ غږ پورته کړي او نړۍ د طالبانو منفي کړنو ته متوجه کړي.
خو طالبان زيات مهال د خلکو غبرګونونو او اندېښنو ته پر وخت هېڅ ځواب نه وايي.