د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو له بیا فعالېدو هرکلی کړی دی. هغه زیاته کړه، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي او دا ډول د اړیکو پرې کېدل باید پر خلکو ونه تپل شي.
ښاغلي بېنېټ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د دې په اورېدو چې د افغانستان خلک بیا له انلاین کېدو وروسته وتوانېدل چې له یو بل او همدارنګه له نړۍ سره اړیکه ټینګه کړي، خوشحاله شوم. دا حالت د نږدې ۴۸ساعتونو له تیارو وروسته رامنځته شو.»
بېنېټ ټینګار کړی، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي، د حقونو سرغړونه کوي او د معلوماتو لاسرسی پرې کوي. نوموړي زیاته کړې چې د اړیکو دغه ډول پرې کېدل هېڅکله باید پر خلکو ونه تپل شي.
د تېرې دوشنبې په ماښام د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې شوي وو، خو نن ماښام (چهارشنبه) په کابل او ځینو نورو ښارونو او ولایتونو کې بېرته وصل شول.
د انټرنېټ پرې کېدو په افغانستان کې د بانکونو، صرافیو، انلاین کاروبارونو، هوايي پروازونو او بندرونو په فعالیتونو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې وې.
طالبانو تر اوسه د انټرنېټ د پرې کېدو او بیا وصلېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمات د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته پیل شوي دي.
له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د انټرنېټ بندول د طالبانو د مشر ملا هبت الله شخصي تصمیم و.