د ۱۳ هېوادونو استازو په افغانستان کې پر پراخ بنسټه حکومتولۍ ټینګار کړی

۳ ساعتونه مخکې

په جي ۷ کې د افغانستان لپاره د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، ناروې، سویس، ترکیې، بریتانیا او امریکا ځانګړو استازو له افغانستان نه د ترهګرۍ پر دوامدار ګواښ اندېښنه ښودلې او پر سیاسي پلورالیزم او پراخ بنسټه حکومتولۍ یې ټینګار کړی.

په جي ۷ هېوادونو کې د افغانستان لپاره د یادو ۱۳ هېوادونو استازو، د اروپايي اتحادیې استازي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر سیاسي مرستیال په لندن کې د یوې غونډې په پای کې اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ جاري ساتي.

په دې غونډه کې له افغانستان څخه د ترهګرۍ دوامدار ګواښ او له پولو هاخوا کډوالۍ او امنیتي ستونزو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او پر دې بحث شوی، چې څنګه لا زیات پر ترهګرۍ ضد هڅو تمرکز وشي او له افغان خاورې څخه د راټوکېدونکو ګواښونو مخه ونیول شي.

د جي ۷جمع د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو استازو په اعلامیه کې ویل شوي، چې ټولو استازو د افغانانو له بنسټیزو بشري حقونو او ازادیو د طالبانو پر دوامدار انکار ژوره اندېښنه څرګنده کړه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار، روغتیا او ټولنیز ژوند محدودولو په تړاو، چې شاوخوا څلور کاله یې کیږي.

په غونډه کې پر طالبانو غږ شوی، چې باید د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.

دې غونډې پر انټرنېټ د طالبانو د بندیز په تړاو ویلي، دا کار به له بهرني نړۍ سره د افغانانو د اړیکو د پرېکون لامل شي او باید بېرته فعال شي.

طالبانو نن ناوخته له دې ورځني بندیز وروسته انټرنیټي فعالیتونه بېرته پیل کړل.

د یادو ۱۳ هېوادونو او ټولنو استازو د امنیت شورا وروستي رپوټ ته په اشارې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې د «جامع تګلارې» پروسه څیړلې ده. هغوی د ملګرو ملتونو سیسټم دننه د اغېزناکې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې سرمنشي او نوی ځانګړی استازی به د افغانستان لپاره د یوې متحدې تګلارې په برخه کې پاملرنه وکړي.

ددې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان د بریا لپاره اړینه ده چې دا یوه افغان شموله پروسه وي.

هغوی له طالبانو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې سره په رښتینې توګه تعامل او ښه نیت ښودلو ته تمایل پیدا کړي.

نور خبرونه

رادیو