ذبیح‌الله مجاهد: د انټرنېټ د بندېدو په اړه ما ته منسوب شوي راپورونه ناسم دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د انټرنېټ د بندېدو په اړه هغه ته منسوب شوي راپورونه له حقیقته لرې دي. مجاهد زیاته کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې ده خپله هم انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود.

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی و، چې ګواکې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني خبریالانو په یوه واټس‌اپ ګروپ کې ویلي، چې په افغانستان کې انټرنېټ د دې ډلې له خوا نه دی بند شوی، بلکې د نوري فایبر لینونو د خرابېدو له امله په هېواد کې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه ګډوډ شوي دي. خو مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې یاد راپورونه ناسم او ده پخپله په تېرو دوو ورځو کې انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود.

تر اوسه د طالبانو د مخابراتو وزارت یا اړوندو چارواکو د انټرنېټ ځنډېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو طالبانو نن ماښام مهال له ۴۸ ساعت ځنډ وروسته په افغانستان کې بند کړي انټرنېټي خدمات بېرته فعال کړل.

په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمات د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته پیل شوي دي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د انټرنېټ بندول د طالبانو د مشر ملا هبت الله شخصي تصمیم و.

نور خبرونه

رادیو