د استبداد تاریخ، د ادیانو سیاسي تفسیرونه، بګرام او انټرنېټ

۲ ساعتونه مخکې

د واک‌ساتنې لپاره ځواک کارول د بشریت په تاریخ کې لرغونی عادت و. لومړنیو واکمنو د خپل ځواک د ساتنې لپاره فیزیکي او قهرجن ځواک کاراوه، خو له دې سره هم مهال په خلکو کې له استبداد څخه د ځان‌خلاصولو هڅه هم ځنډنه ده.

د بشریت په تاریخ کې د (واک) او رښتې (حق) اړیکه تل په همدې دیالکتیکي مخامختیا کې پېژندل شوې ده، واکمن غواړي واک وغځوي او خلک له واکمنو څخه د خپلو حقونو خوندي کول غواړي. د خلکو له حق‌غوښتنې سره د واکمنو ځواک کارول هم پيچلي کېدل، دواړو لوریو فیزیکي زور او عقلاني ځواک کاراوه. یو مهال چې نور نو یوازې مجرد ځواک خلک ویرولای نه‌شول د اساطیري باورونو پښه په منځ کې راننوتله او خدایګوټي رامنځته شول. لومړنیو واکمنو ځانونه خدایان ګڼل. د مصر فرعونان په دې برخه کې مشهور دي، خو د سیاسي واکمنو له خوا ځانونه خدایان ګڼل په بابل، یونان، هېند او نورو لرغونیو سیمو کې هم دود و. پېړۍ پېړۍ داسې تېرې شوې، چې یو شمېر هوښیارو وګړیو پر ولسونو په دې نامه واک چلاوه، چې ګواکې خدایان یا د خدایانو زامن دي.
ورو ورو کیسه بدلیدله او خلکو له واکمنو خدایانو د خدايي ډېرې نښې غوښتې. اساطیري دوران خپل ځای فیلوسوفیک دوران ته پرېښود. خلکو پوښتنې کولې او پوښتنو غوښتنې زېږولې. خلکو پوښتل: که واکمن خدای دی، نو ولې ناروغۍ له منځه نه وړي او ټولو ته په تیاره ډوډۍ هست کولای نه‌شي؟ که یو خدایګوټي ونه‌کړای شي، خلک په نس ماړه او په تن پټ کړي، نو کمزوری دی او خدای خو کمزوری نه وي. په فیلوسوفیکه دوره کې واکمنو هم د واک‌ساتنې توجیهات بدل کړل او خلکو ته یې وویل:
موږ د خدایانو استازي یو. ستاسو او د خدایانو ترمنځ اړیکه ټينګوو، دا چې خدای ستاسو خبره مني که نه؟ خو موږ که په واک کې اوسو، نو خدایان به خوښ وي. په نوې زمانه کې چې د فیلوسوفیکو پوښتنو په پایله کې پوهنې تدوین شوې او بشریت علمي دوران ته ننوت، د خدایانو په استازولۍ د واک چلول سخت شول او نور نو پوښتونکی او د پوهې په لټون پسې راوتلی بشریت په اسانه غولېدلای نه‌شو او خلکو حقیقتونه پېژندل. دا مهال واکمنو هم د واک‌ساتنې هڅې و چلونه بدل کړل. دا مهال د واکمنو او مذهبي مشرانو ترمنځ یو پټ اتحاد رامنځته شو، مذهبي مشرانو به د واکمنو د واک‌ساتنې لپاره دین کاراوه او واکمنو به مذهبي مشران د واک په خوندونو، پانګې او شتمنۍ کې شریکانول. د مسیحي نړۍ زرکلنه تیاره دوره همداسې یوه دوره وه، کلیسا او پاچایانو انډيوالي جوړه کړې وه، پاچایانو به د خپل واک مشروعیت له کلیسا اخیسته او بیا به کلیسا د پاچا د لښکر او له انجیل څخه د انحصاري تفسیرونو په زور پر ولسونو چپه مېچنې ګرځولې.
د بیازېږدا (رینېسانس) په دوران کې د واک د مشروعیت معیار له کلیسا څخه د خلکو د اکثریت ارادې، حقونو او قوانینو ته واوښت. د ټولنیز قرارداد اصل رامنځ‌ته شو او په دې توګه د خلکو او واکمنو ترمنځ دیالکتیکي مخامختیا د خلکو په ګټه درنه شوه. د دې دورې په پایله کې له واکمنو څخه د خلکو ویره ورو ورو سرچپه شوه. په نوې زمانه کې واکمن له خلکو ډارېدل.
په ګڼو ادیانو په تېره مسیحت کې ګڼ دیني متون د همدې لپاره راوپنځېدل، چې د واکمنو د ځواک کارول توجیه کړي او واکمنیو ته مشروعیت وبښي.
د دیني اصلاح د زمانې یو منطق په دې حقیقت د خلکو پوهېدل و، چې په انجیل او عقیدوي متونو کې نه سیاست شته، نه اقتصاد، نه اداره، بلکې دا یوازې عقیدوي متون دي.
په یویشتمه پېړۍ کې د ټولې نړۍ پرمخ افغانستان یوازینی هېواد دی، چې واک یې د داسې ډلې په لاس کې منحصر دی، چې د خپلې واکمنۍ د غځولو او پر خلکو د استبداد چلولو لپاره له فقهې - عقیدوي متونو څخه سیاسي تفسیرونه کوي.
د دوی ستونزه دا ده، چې د یوولس یا دولسو پېړیو پخوانۍ زمانه کې د انسانانو په لاسو د لیکلیو فقهي- عقیدوي متونو د متضادو تفسیرونوا و تعبیرونو له مخې د یویشتمې پېړۍ ژوند ته معیارونه لټوي. البته دا هغه متون دي، چې هغه مهال یې د خلکو د ژوند لپاره قوانین ټاکل، په حقیقت کې دا د دین اصلي سرچینې (نصوص) هم نه دي، بلکې له اصلي سرچینو څخه په الهام داسې پنځول شوي او تعبیر شوي اصول او پرنسیبونه دي، چې شاوخوا زر کاله پخوا په بغداد، ماورالنهر، د افریقې شمال، خراسان روسته بیا د هېند په نیمه وچه کې لیکل شوي دي.
ستونزه یوازې د زماني واټن هم نه‌ده، بلکې له متونو څخه سره متضاد او متناقض تفسیرونه او تعبیرونه دي. د همدې متضادو تعبیرونو پربنسټ ګڼ مذهبونه او عقیدوي ډلې رامنځ‌ته شوي، چې پخپلو کې سره په جنګ دي. له افغانستان پرته نورو ټولو اسلامي هېوادونو دا ستونزې حل کړي دي او خپلې ملي و سیاسي چارې یا په عرفي (دودیزو) او یا هم په موډېرنو سیاسي سیستمونو کې د تدوین شویو قوانینو او ټولنیزو قراردادونو له مخې تنظیموي. په افغانستان کې دا ستونزه ځکه ورځ تر بلې جدي کیږي، چې واکمن د پورته یاد شوي دیالکتیکي تاریخ څو ځانګړنې لري:
په ځینو برخو کې ځانونه د خدای او د خدای د دين وارثان او استازي ګڼي، چې د دیني متونو د تفسیر و تعبیر حق یوازې د ځان بولي.
هر هغه څوک چې د دوی واک او د تعبیر و تفسیر انحصاري صلاحیت نه مني، کافر یې ګڼي.
له اصلي سرچینو څخه پېړۍ پېړۍ روسته مشتق شوي یا د هغو پر بنسټ لیکل شوي دویم یا درېیم لاس متون داسې تعبیروي، چې دوی یې غواړي. د عثماني اېمپراتورۍ د دوو ټولواکمنو کیسه ده؛ د یوه یې قهوه بده ایسېده، څښل یې حرام اعلان کړل. د بل خوښېده، بېرته یې حلال کړل. په دې توګه وینو چې همدغه دویم لاس متون هم د واکمنو د غوښتنو، ګټو او واک‌غوښتنې د استبدادي چلند تابع دي.
د افغانستان د مستبدو واکمنو یوه ډله د نجونو تعلیم روا بولي، بله یې ناروا. یوه ډله عصري پوهنې مباح ګڼي، بله یې فرض بولي، بله ډله یې حرامه ګڼي.
که په شته متونو کې د خپل واک او ارادې لپاره څه ونه‌مومي، متن تولیدولای هم شي. په پاکیستاني مدرسو کې دا واک ورکړل شوی دی، چې یوه مسئله دې تخلیق کړي ولو که په تېرو متونو کې یې صراحت نه وي.
له فقهې اصطلاحاتو څخه سیاسي تعبیرونه یوازې د واکمنو حق دی، بل څوک یې کړلای نه‌شي او که څوک یې وکړي هم نه‌منل کیږي او که ټینګار پرې وشي، نو تکفیریږي.
د تفسیر و تعبیر له دغه صلاحیت سره د ټوپک، استخباراتو، نړیوالو نیابتي اړیکو او په شخصیتونو کې د ګڼو رواني عقدو د تراکم له کبله د شدیدې بې‌رحمۍ او بې‌عاطفه‌ګۍ زور هم ورسره ملګری شوی او داسې توره استبدادي دوره یې رامنځ‌ته کړې، چې معاصر تاریخ کې یې لږ ساری موندل کیږي.
څلور کاله چې د واکمنې ډلې اړتیا وه، انترنیټ حلال و، خو په یوه اونۍ کې حرام شو او پر څلوېښتو میلیونو افغانانو یې وتاړه.
د خپلو بهرمېشتو لوڼو لپاره یې ښوونځي و پوهنځي روا دي، خو د افغانستان‌مېشتو بې‌وزلیو نجونو لپاره حرام دي.
د دوی لپاره تلویزیون، کمره، عکس او ټولیزې رسنۍ روا دي، خو د خلکو لپاره ناروا دي.
ځينې پلویان یې لا دا هم زمزمه کوي، چې بګرام باید امریکایانو ته ورکړل شي او په وړاندې ورڅخه مرستې و ملاتړ ترلاسه شي. دوی وايي، چې د دې لپاره په کتابونو کې روایتونه شته.
غمیزه یوازې دا نه ده، چې دوی له متونو څخه سیاسي ګټنه کوي او خپل واک غځوي. د تکفیر په توره خلک وېروي او ځانونه د خدای په استازولۍ د واکمني وړ ګڼي.
اصلي غمیزه دا ده، چې خلک لا هم د دوی له سیاسي – استخباراتي تکفیر څخه ډاریږي او د ځان‌خلاصولو او خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ګډه و ګڼ‌میلیوني هڅه نه‌کوي. خلک له واکمنو او له ټوپکو نه، بلکې د واکمنو له تکفیر څخه ډاریږي او په یوه لوی زندان کې د شاقه شکنجو ژوند تېروي.
یو فرهنګي بدلون ته اړتیا ده، خلک باید د واکمنو، متونو، تکفیر، تعبیرونو او تفسیرونو له ماهیت او حقیقت څخه خبر شي او استبداد وپېژني. که دوی دا هرڅه وپېژندل او په ماهیت یې خبر شول، خپل حالت په خپله بدلوي.

نور خبرونه

رادیو