د سره صلیب نړۍواله کمېټه: راروان ژمي کې زلزله‌ځپلي له سخت ګواښ سره مخ دي

۳ ساعتونه مخکې

یوه میاشت وروسته له هغې چې یوې ځواکمنې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې لسګونه زره کورنۍ لا هم له مناسبې سرپناه پرته د راتلونکي ژمي له سړې څپې سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې دفتر سرپرست جوي سنګال وایي:

«د افغان سرې میاشتې د رضاکارانو په هڅو مو زرګونه کورنۍ وژغورلې، خو د ژمي راتګ سره خیمې بسنه نه کوي. کورنیو ته د خوندي، ګرم او د عزت وړ سرپناه اړتیا ده.»

سنګال زیاتوي: «د افغاني سرې میاشتې او همکارو سازمانونو په ملاتړ مو تر اوسه نږدې ۹۰ زره کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه، سرپناه، خوراکي توکي او نغدي مرستې رسولي دي، خو اړتیاوې لا هم پراخې دي.»

یادې زلزلې چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یې تر ټولو سخت زیانونه اړولي، د لغمان او نورستان پر ګاونډیو سیمو یې هم اغېز کړی دی.

په دې ناورین کې له ۲۲۰۰ډېر کسان مړه شوي او له ۸۰۰۰ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي. په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې ټولنیز ژوند هم له منځه تللی او له ۱.۳میلیونه زیات خلک یې په مستقیم او غېرمستقیم ډول اغېزمن کړي دي. ډېرې کورنۍ اوس هم په خیمو، لنډمهالو استوګنځایونو یا د اسمان لاندې ابتدایي اسانتیاوو سره ژوند کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو طالب چارواکی مولوي روح‌الله محمد وایي: «افغانان د ډېرو ستونزو پر وړاندې زغم ښيي، خو یوازې یې نه شي کولی. نړۍواله ټولنه باید زموږ ترڅنګ ودرېږي او مرسته وکړي، څو یوه کورنۍ هم د ژمي په یخو شپو کې بې‌ سرپناه پاتې نه شي.»

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له حکومتونو، مرسته‌کوونکو او نړۍوالو شریکانو غوښتنه کړې چې بېړنۍ مرسته زیاته کړي، ځکه که په راتلونکو اوونیو کې پرېکړه و نه شي، زرګونه افغان کورنۍ به د ژمي په یخو شرایطو کې د ژوند له جدي ګواښ سره مخ شي.

د دغه کمېټې د مرستې بېړنۍ غوښتنه د ۲۵میلیونو په کچه سویسي فرانک ده، چې تر اوسه یوازې ۳۱سلنه تمویل شوی. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایې، که مرستې زیاتې نه شي، د سرپناه جوړول، ژمنیز توکي او د اوږدمهاله بیا رغونې پروګرامونه به له خنډ سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو