سره له دې چې طالبانو انټرنېټ بېرته فعال کړی، خو د انټرنېټ پرې کولو پرېکړې د تېلو، ګاز، اوړو او ډالر پر بیو اغیز کړی دی. د افغانستان په ځینو مارکېټونو کې د ګاز بیه دوه افغانۍ، د تېلو بیه شپږ افغانۍ او د ډالر بیه شاوخوا درې افغانۍ لوړه شوې ده.
د افغانستان انټرنشنل د پلټنو له مخې، د انټرنېټ تر بندېدو وړاندې په ننګرهار کې د یو لیټر تېلو بیه ۷۲ افغانۍ وه، خو اوس ۷۸ افغانیو ته پورته شوې چې ۶ افغانۍ زیاتوالی ښيي.
همدا راز د یوه کیلو ګاز بیه چې وړاندې ۵۲ افغانۍ وه، اوس ۵۴ افغانۍ ته رسېدلې ده.
د پلازمینې کابل په کچه د اسعارو په بیه کې هم بدلون راغلی دی.
د معلوماتو له مخې، یو امریکایي ډالر چې له دې وړاندې د ۶۷ په شاوخوا کې افغانۍ تبادله کېده، اوس ۷۰ افغانۍ ته لوړ شوی دی.
صرافان وايي، چې په تېرو دریو ورځو کې د ډالر پېر او پلور کم کېده، ځکه د اسعارو نړیوالې بیې یې نه شوای څارلای.
په حیرتان کې چې پخوا د اوړو یوه بوجۍ په ۱۴۵۰ افغانۍ پلورل کېده، نن یې قیمت تر ۲۴۰۰ پورې لوړ شوی و، چې سوداګر یې ستر لامل په ګمرګونو کې د باروړونکو موټرو تم کېدل او د ګمرکي محصولاتو نه پروسس کېدل ګڼي.
په کابل کې یوه سوداګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د موټرو تر محصول کېدو او د ګمرکونو له بیا فعالیت سره ښايي په بیو کې بېرته تغییر راشي او خوراکي او سون توکو بیې بېرته پخواني حالت ته راشي.